IQNA

د سویډ هیواد په یوه ښار کې د  ستر یا حجاب قانوني ملاتړ شوی

7:30 - December 11, 2022
د خبر لمبر: 3486580
ایکنا-(تهران ) د سویډ سندویو راپور ورکړی، چې ددغه هیواد سترې محکمې  د مسلمانو انجونو زده کونکو د ستر یا سکارف  په ملاتړ سره هغه ممنوعیت چې د سټفانسټورپ ښاروالی په ۲۰۱۹کال کې تصویب کړی ؤ ، د بیان د آزادۍ له قوانینو سره د توپیر په دلیل لغو اعلان کړ.

ایکناخبری آژانس  د نګلینډ پوسټ له قوله راپور راکړ،  دغه ممنوعیت  ماشومان دښونخیو له ابتدائي څخه تر شپږم کلاس پورې  له سکارف یا حجاب درلودلو څخه عملا  منع کول  او تر دولس کلنو ماشومانو هیڅ ډول  ستر یا سکارف نه درلود.

د سویډ د پارلیمان  د اساسی قانون کمیشن  اعلان وکړ چې د حجاب د ممتوعیت د قانون لپاره، هغه که په خاصو ښونځیو کې وي او که په پراخې ټولنې کې هیڅ  پروګرام نه لري.

 په سکوروپ ښار کې  چې د سویډ دډيموکراټيک ګوند له خوا اداره کیږي،، سیباستوالان د ابتدائي ښونځيو  او تر شپږ کلاس پورې د ماشومانو او کارکونکو لپاره د حجاب دممنوعیت لپاره هڅې کړي دي.

 له دې مخکې اداري محکمې اعلان کړی چې دهغه حجاب ممنوعیّت چې  دوو ښآروالیو غوښتل  اجرا ئې کړي ،د سویډ د اساسی قانون په اساس، هم د بشری حقوقو له اروپائي کمیشن سره  او هم د دیني آزادۍ څخه له ملاتر سره  په توپير کې دي.

هر دواړه ښاروالۍ څو کاله کیږي چې د حجاب دموضوع په تعقیبونې پسې دي .

قاضي  اولریک فون اسن  په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ووئيل، دسکارف د اچولو  د حق محدودول پر خلکو اغیزې شیندي  او پر دې اساس دا  د بیان د آزادۍ محدودیّت دی . ددې لپاره چې محدودیت مجاز شي، باید دقانون په وسیله ئې ملاتړ وشي. دغه قانوني ملاتړ  په ملی قوانینو کې نشته او پر دې اساس دښاروالیو دغه فیصله  باید لغوه شي.

https://iqna.ir/fa/news/4105714/%D

captcha